د لومړي ځل لپاره دوو افغان غره ختونکو د هېواد د بابا غره د شاه فولادي څوکه فتح کړه.
سید علي فرهنګ او بومیان علي آدینه هغه دوه افغان غره ختونکي دي چې یادې څوکي ته وختل.
دا له واورو ډکه د غره څوکه ۵۱۴۰ متره لوړوالی لري او په بامیانو ولایت کې د بابا غره پرسر پرته ده.
د هېواد یاد دوه غره ختونکي د سکي ملي لوبډلې غړېتوب هم لری.
سید علي فرهنګ او بومیان علي آدینه پر خپل لاس جوړ وسایلو سره د غره څوکې ته وختل، دوی وايي چې که ورته وسایل په واک کې ورکړل شي، دوی چمتو دي دي چې د بدخشان د نوشاخ او د ایورست غرونو څوکې هم فتح کړي.