د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د مذاکرې پیل زمینې برابرولو لپاره د ناروې ونډه اغېزناکه بولي.
ښاغلی خلیلزاد چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل سفر په اوم پړاو کې دی، دا موضوع یې تېره ورځ په کابل کې د ناورې سفارت د سیاسي چارو له مسوول پیرالبرټ سره څرګنده کړه.
خلیلزاد ویلي چې ناروې له افغانستان سره د مرستې اوږده مخینه لري او د کړکېچونو د حل لپاره د مذاکرې د شرایطو د برابرولو په برخه کې د پېژندل شویو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي.
خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي کابل کې د نړیوال بانک په کوربتوب په یوې غونډه کې ګډون کړی او په هغې کې د دې په اړه چې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه په سوله کې څه ونډه لرلی شي، بحث وکړ.
ښاغلي خلیلزاد، د خپل سفر په دې پېر کې پاکستان، بلجیم ته هم تللی دی. ویل کېږي چې د سفر په پای کې دوحې ته ځي او له طالب استازو سره به هم ویني.