د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې، لږ تر لږه د دغه ولایت لس ملا امامان د وسلهوالو کسانو له خوا ترور شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند مني چې تراوسه د دغو وژنو په تړاو څوک نیول شوی نه ده.
د ننګرهار د والي وایند عطالله خوږیاڼي څرګنده کړه:«په تېرو دوه میاشتو کې د ولایت په بېلابېلو برخو کې کابو ۱۰ دیني عالمان وژل شوي او د ځينو پېښو جزیات د ملي امنیت ریاست له خوا له علماو سره شریک شوي دي.»
د دغو وژنو عاملان مشخص شوي نه دي او کومې ډلې هم تراوسه د دغو ترورونو پړه نه ده منلې.
له دې ټولو سره د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د بهرنیو هېوادونو استخبارات د دغو وژنو مسوول بولي.
د ننګرهار ځينې اوسېدونکي له حکومته غواړي څو د دین د عالمانو امنیت تامین کړي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی حسن په دې اړه وايي:«په میاشت کې په سلګونه د دین عالمان وژل کېږي او دا یوازې د خېوې په ولسوالۍ کې نه ده چې مولوي صفي الله وژل شوی دی»
مولوي صفي الله حنفي د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د یو جومات ملا امام و، چې درې ورځې مخکې د سهار پرمهال د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه خپل کور ته په لاره وه چې د ناپېژانده کسانو لخوا په ډزو سره ووژل شو.
د وژل شوي ملا د تره زوی مولوي شاه جهان څرګندوي:«امنیت نشته د دې لپاره چې خپلواکي نشته او افغانستان په ځآن بسیا نه دی. کهچېرې موږ خپلواکه او پر ځان بسیا وو نن موږ دا حالت نه وو.»
د ننګرهار ملا امامان له حکومت څخه غواړي چې د هغو ډلو پرضد دې ګامونه واخلي چې دیني عالمان وژني او په دغه ولایت کې مذهبي جګړه رامینځته کوي .