د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې پر ایران به نور بندیزونه هم ولګوي.
خو سره له دې هغه وايي چې کولای شي له ایران سره ښه ملګری واوسي.
ډونلډ ټرمپ زیاتوي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښهوالي لپاره، د ایران مشرتابه باید خپل چلند بدل کړي.
بلخوا، داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې امریکا د ایران د وسلو پر ضد سایبري بریدونه ترسره کړي دي.
دا بریدونه په هغه ورځ چې ټرمپ د ایران خاورې په ځينو برخو کې له بریدونو لاس په سر شو، شوي دي.
واشنګټن پست لیکلي چې دا سایبري برید د دې لامل شوی چې د ایران د توغندیو او راکټونونو د کنټرول کمپيوټري سیسټمونه له کاره ولوېږي.
بلخوا نیویارک ټایمز هم په یوه رپوټ کې لیکلي چې دا سایبري برید په ایران کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د نسکورېدو او همدارنګه د عمان په سیند کې پر نفت لېږدونکو بېړیو د برید په غچ اخیستو کې شوي دي.
خو ایران پر نفت لېږدونکو بېړیو برید رد کړی و.
له دې ټولو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو په یوې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا دولت تر هغې چې ایران مذاکرې ته چمتو شي پر دغه هېود خپل فشار ته به دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه:«د ایران مشران ښه پوهېږي چې حقیقت یو ډېر خطرناکه څيز دی.»
له دې مخکې ایران په ځلونو ټينګار کړی چې د واشنګټن د بندیزونو په وړاندې به مقاومت وکړي.