د سرپُل ولایتي شورا ویلي دي چې د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې درې کلي د طالبانو له خوا د نسکورېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
ولایتي شورا زیاته کړې ده چې د تېرو څو ورځو نښتو له امله د شنه جومات، توپخانې او ګذر کلي د طالبانو لاسته لوېدلي دي د ولسوالۍ نورو برخو کې نښتې روانې دي.
په همدې حال کې د سرپُل د والي ویاند، ذبیحالله اماني وايي چې تازه دمه ځواکونه یادې ولسوالۍ ته د رسېدو په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې نن( سېشنبه د وږي۲مه)د ترهګرو ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل شي.
په هېواد کې د وروستیو نښټو له امله ۱۰ تنه سیمهييز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي دي او لس تنه نور ټپيان دي.
چارواکي زیاتوي چې په دې نښتو کې ۳۰ طالب وسلهوال وژل شوي او کابو ۴۰ نور ټپیان دي.
په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابیلو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
په دې اړه مو اندونه