د غور ولایت ځينې زدهکړیالان په خپل ولایت کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي اندېښن دي او وايي چې نهشي کولای خپلو کورونو ته ولاړ شي.
دغه زدهکړیالان چې د هرات ولایت په پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، وايي چې امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د غور امنیت تامین کړي.
یو له دغو زدهکړیالانو فضلالدین چې په دغه ولایت کې د اوضاع په اړه اندېښمن دی او یو کال کېږي چې خپل کورته چې په تولک ولسوالۍ کې دی ولاړ شي.
هغه وویل:«د امنیتي ګواښونو له امله یو کال کېږي کور ته نه یم تللی او کورنۍ مې هم په تولک ولسوالۍ د طالبانو په ګواښ کې ده.»
جګړې دغو زدهکړیالانو ډېر روحي او جسمي زیانونه رسولي او دغه زدهکړیالان درس ته د تمرکز پر ځای د خپلو کورنیو د وضعیت په اړه چې د طالبانو په کلابندۍ کې دي اندېښنه لري.
بل زدهکړیال احمد شاه محمدي وايي:«امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي له کمو امکاناتو سره له طالبانو سره جنکېږي او قرباني ورکوي.»
تولک، شهرک، تیوره، ساعر او دولت یار د غور هغه ولسوالۍ دي چې په هغې کې جګړه روانه ده او د دغه ولایت د ځينو چارواکو په وینا، د کال له پيله تراوسه څه باندې ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې، د غور ځايي چارواکي ځينې امنیتي ننګونې مني، خو په دې اړه څه نه وايي.
په دې اړه مو اندونه