د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳۱مه) د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا کولای شي په یوه اوونۍ کې د افغانستان په جګړه کې بریالۍ شي، خو هغه ټینګار وکړ چې له دې کار سره نه غواړي لس مېلیونه کسان ووژل شوي.
هغه په سپٍینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل غوره ګڼي چې له پاکستان سره همکار شي، څو امریکا د ویجاړونکې کړنې پر ځای د دغې جګړې بریالۍ شي.
هغه څرګنده کړه:«کهچېرې موږ وغواړو چې په افغانستان کې یوې جګړه کې مبارزه وکړو، ما کولای شول چې په یوه اوونۍ کې د دغې جګړې ګټوونکی شم. نه زه نه غواړم چې لس مېلیونه تنه ووژنم. کهچېرې زه غواړم د جګړې ګټوونکی شم، افغانستان به د ځمکې له مخکې ورک او له منځه ولاړ شي.»
هغه زیاته کړه:«زه نه غواړم چې دا لار کچ کړم. موږ به له پاکستان سره کار وکړو او نور ځان ته روزنه ورکوي. موږ نه غواړو پولیس واوسو، ځکه چې موږ له بنسټه پولیس یوو، او ټاکل شوې نه ده چې موږ دې پولیس واوسو.»
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سپينه ماڼۍ کې ولیدل او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه سره بحث او خبرې اترې وکړې.