له هغې وروسته کله چې طلوع نیوز د کابل بانک د کړکېچ له عاملانو خلیلالله فروزي په اړه رپوټ خپور کړ، کابل کې د امریکا سفیر د اشرف غني په حکم د هغه پر خلاصون نیوکه کوي.
جانبس په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې له وخت مخکې د فروزي ازادېدو په اړه رپوټونو اندېښمن کړی دی.
د امریکا سفیر زیاتوي چې له بنده د فروزي ازادېدل، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي.
جانبس څرګنده کړه:«له وخت مخکې د فروزي ازاېدل چې د کابل بانک د کړکېچ عامل دی، په کلکه خپه شوم. ډېرو افغانانو د تېرې لسیزې په لړ کې د شخصي ګډو لپاره د نړیوالو مرستو د حیف میل په خاطر ربړېدلي دي. دا کړنه له هغو ناکامیو سره د هغو کسانو په سزا رسولو لپاره چې پر فساد تورن دي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د ژمنې او د نړیوالو مرستو د ګټورو استفادې په اړه زیات سوالونه رامنځته کړي دي.»
د هغو سندونو په اړه چې طلوع نیوز ته رسېدلي، خلیلالله فروزي د افغان ولسمشر له حکم وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا کور ته یې استول شوی دی.
په دغو سندونو کې راغلي دي چې خلیلالله فروزي د هغې ناورغۍ له امله چې لري یې له بنده ازاد شوی دی.
د دغو سندونو پر بنسټ، هغه پلاوی چې د خلیلالله فروزي د روغتیايي حالت او د مالي ژمنو د اجرايي کېدو په اړه جوړ شوی مشري یې د ولسمشرۍ دفتر د څار پالیسۍ او څېړنې د حقوقي چارو مرستیالۍ رییس راشد طوطاخېل په غاړه ده.
د څېړونکي پلاوي په وینا، د فروزي لېږد د هغه کور ته کوم قانوني صراحت نه لري؛ ځکه چې د قانون پر بنسټ، هغه بندي چې باید په زندان او یا روغتون کې وي. خو په دغه لیک کې، دغه پلاوي ویلي چې د قانون له متن څخه د هغوی تحلیل د محکې له رییس او لوی څارنوال سره دا دی چې کور هم د روغتون حکم لري.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل ادعا لري چې ولسمشر غني فروزي یې د کمپيان لپاره د ۳۰ مېلیون ډالرو په بدل کې ازاد کړی.
نبیل په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د اعتماد وړ شرچینو پر بنسټ، اشرف غني د کابل بانک د رسوایۍ له لومړنیو مشکوکینو څخه خلیلالله فروزي تېره اوونۍ د ۳۰ مېلیون ډالرو په بدل کې د کمپاین لپاره ازاد کړی.»
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د نبیل دا څرګندونې ردوي:«د فروزي په اړه د ښاغلي نبیل ادعاګانې په بشپړه توګه بې بنسټه او بې اساسه دي.
یو کمپایني او عوام فریبانه حرکت دی. د یوې ګومارل شوې پلاوي چې د عدلي او قضاي، روغتیايي او امیني بنسټونو څخه جوړ دی، د هغه روغتیايي حالت نازک بلل شوی، او کور ته یې استول شوی او تر څار لاندې دی.»
د کابل بانک پخوانی اجرايي رییس خلیلالله فروزي د ۱۳۹۷ لمریز کال په غبرګولي کې د پیسو منځلو او اختلاس په جرم په لس کاله بند محکوم شو. هغه باید ۱۳۷ مېلیون ډالر اختلاس شوې پیسې او ۵۹ مېلیونه ډالر چې په ټولیزه توګه ۱۹۶ مېلیون ډالر کېږي باید ورکړي وای.