د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ له طالبانو سره د دغه هېواد د خبرو اترو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
ټرمپ وايي چې امریکا او طالبان هڅه کوي چې پر یوې داسې هوکړې مذاکره وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې طالبان د افغانستان امنیت ته ژمنه څرګنده کړه او همدارنګه له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا غواړي څو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي، خو هغه وايي چې په افغانستان کې به د امریکا د پام وړ استخباراتي ظرفیتونه پاتې شي.
د ټرمپ په وینا، امریکا په افغانستان کې یوه موخه لري او هغه دا چې دغه هېواد د ترهګرو ازمون ځای نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سپینې ماڼۍ له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د هوکړې د لاسلیک په برخه کې پر پرمختګ ټینګار کړی و.