د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۴مه نېټه
د سولې له خبرو اترو، خبرې سرچینې وايي چې د نهم پړاو خبرو اترو په لړ کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله د امنوځایونو د رامنځته کولو په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي.
دغه سرچینې ټینګار کوي چې د دغې کړنلارې له مخکې به، کله چې له یوه ولایت څخه امریکايي سرتېري په بشپړه توګه بهر شي، په هغه ولایت کې به اوربند تامین شي، او له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته، په ټول افغانستان کې به اوربند تامین شي.
قطر کې د طالبانو دفتر ویاند په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، تېره شپه یې تر دوه نیمو بجو له امریکايي پلاوي سره خبرې کړي او د دوشنبې سهار دې ډلې خپلمنځي غونډه کړې او له غرمې وروسته یې امریکايي پلاوي سره خبرو ته دوام ورکړی دی.