نوي انځورونه د دې ښودنه کوي چې په لسګونه کډوال د یونان د لېسبوس ټاپو ساحل ته رسېدلي دي او د ژغورنې ځواکونه له هغوی سره دي.
یونان ته د کډوالۍ نوې څپې، په داسې حال کې پيل شوي دي چې د دغه هېواد لومړی وزیر دغو کډوالو ته د ځواب ویلو لپاره د طرحې جوړولو په حال کې دی.
د یونان ساحلي ساتونکي وايي چې ۵۴۶ کډوال له ۱۳ کښتیو سره د لېسبوس ټاپو ته رسېدلي دي.
د دغو ساتونکو په وینا، ۶۵ کډوال چې کښتۍ یې ډوبې شوې وې ژغورل شوي دي.
بلخوا، یوناني چارواکو ویلي چې د دغو کډوالو له رارسېدو وروسته له ترکیې سره په ګډه پوله ګزمې زیاتوي.
اخوا د دغه هېواد د کډوالۍ شورا دغې ستونزې ته د رسېدنې لپاره یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي چې ډېری دغه کډوال افغانان دي.