امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ولسمشرۍ رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومته او په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو د "رڼو او باوري" ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د چمتوالي غوښتتنه کړې.
اعلامیه زیاتوي چې" د افغانستان خلک چې د له ګواښ سره د خپل ژوند له مخامخ کولو په بیه د رایو صندوقونو ته ورځي او خپله رایه کاروي، د دې وړ دي چې پوه شي د دوی د رایو پایله د دوی غوښتنه منعکسه کوي. "
په اعلامیه کې راغلي دی چې واشنګټن تمه لري څو ښکېل بنسټونه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول امکانات وکاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د ولسمشرۍ له ټولو نوماندانو هم غوښتنه کړې تر څو هغې مقرره تر پښو لاندې نکړي چې لاسلیک کړې یې ده.
امریکا همداراز د طالبانو په ګډون له ټولو خواوو غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو پر ورځ داسې فضا رامنځته کړي څو خلک په ډاډه زړه لیرې له ویرې د رایو صندوقونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي.