تودې خبرې: د ټاکنو امنیت تامین په اړه اندېښنې
د ټاکنو ترسراوي ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ټاکنو د مرکزونو امنیت به یې خوندي وساتي.
ټاکل شوې ده چې د هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې اوه ورځې پاتې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د ناټو ځواکونو قومندان کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې زیاته کړې، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت لا زیات ټینګ کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت، د هغو سیمو بېرته نیول چې تر امنیتي ګواښونو لاندې دي او په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د برېښنا د پرې شویو مزو د بېرته تړل هغه څه دي چې له امله یې جګپوړو امنیتي چارواکو کندوز ته سفر کړی دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
ازاد خبریال، عصمت قانع
د ثبات او هم پالنې ټاکنیزې ډلې غړی، پاینده محمد حکمت صافی
د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې غړی، محمد یونس فکور
په دې اړه مو اندونه