د ټولګټو وزارت چاواکي وایې چې د درېیو هېوادنو (هند، ایران، او افغانستان) ترمنځ خبرې اترې د اورګاډي پټلۍ پر جوړلو روانې دي. دغه لار به هرات له چابهار بندر سره ونښلوي.
د ټولګټو وزارت ویاند مهدي رحاني وایې:"هند چمتووالۍ ښودلی چې له چابهار بندر څخه تر هرات پورې د اورګادي پټلۍ جوړه کړي او دا به له چابهار بندر سره د افغانستان نښولو په برخه کې یو ښه ګام وي."
د سوداګریو او صنایعو خونو چاراکو د چابهار بندر له جوړولو هرکلۍ وکړ او له دولت څخه غواړي چې د چابهار بندر هوکړه لیک ژر ترژله لاسلیک کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال، توفیق داوري وویل:"د افغانستان د سوداګریو او صنایعو خونې د چابهار بندر د اورکاډي پټلۍ له جوړېدو هر کلی کوي او د دغه بندر ژر جوړېدل د افغانستان په ګټه بولي."
د سوداګریو وزارت ویاند، مسافر قوقندي د درې اړخیزه هوکړهلیک په اړه وویل:"د افغانستان حکومت چمتووالۍ لري چې د چابهار بندر د جوړولو هوکړهلیک ژر ترژه وروستی شي. د دغه هوکړه لیک ښکیل هېوادونه هم خوشاله دي چې ژر ترژره یې کار وروستی شي."
افغانستان په دې وروستیو کې د اورګاډي پټلۍ تجربه کوي. په هېواد او نړۍ کې د اورګاډي پټلۍ ارزښت ته په کتو سره ویل کېږي چې د افغانستان په دې هڅه کې دی چې د اورګاډي پټلۍ له لارې د نورو هېوادونو پټلۍ سره ونښلوي.
په دې اړه مو اندونه