ګفتمان: د ملي یووالي حکومت د جوړښت له وخت څخه له اداري فساد سره مبارزه
په هغو اوو میاشتو کې چې د ملي یووالي حکومت د جوړښت له وخت څخه تېرې شوې له فساد سره د مبارزې لپاره څه کارونه ترسره شوي دي او په دې برخه کې کوم بدلونونه رامنځته شوي دي؟
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
چورلیزونه:
۱ – له اداري فساد سره د مبارزې میکانیزمونه کوم دي؟
۲ – آیا له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت په مشرتابه کې د اړتیا وړ اراده شتون لري؟
۳ – د اداري فساد پدیدې د لهمنځه وړلو لپاره د حکومت وړتیا څه ډول ارزوئ؟
۴ – آیا د دولتي ادارو په کچه کې د فساد او بډې اخیستنې روحیې کموالی موندلی دی؟
۵ – آیا د حکومت مشرتابه هغو ژمنو ته چې په دې برخه کې یې له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د مرستو د ترلاسه کولو په بدل کې کړي دي، پابندي او مسؤلیت اخیستنه لري؟
۶ – د کابل بانک د دوسیې په اړه چې د اداري فساد تر ټولو ستره دوسیه ده د حکومت کړنې څه ډول ارزوئ؟
د خپرونې په دې برخه کې کوربه حارث جمالزاده په دې اړه خبرې اترې کړي دي.
مېلمانه:
د افغانستان د خلکو ګوند، داوود راوش
د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیه رییس، اکرام افضلي
د سیمهییزو مطالعاتو مرکز رییس، غفور لېوال
د ولسي جرګې غړی، عارف رحماني
په دې اړه مو اندونه