ګفتمان: لومړنۍ محکمې د فرخندې د وژلو په تړاو څلور تنه په اعدام محکوم کړل
د فرخندې د ژونې د تورنو لپاره د لومړنۍ محکمې حکم د خلکو عدالت غوښتونکو خوځښتونو ته مثبت ځواب او یا د دوسیې تړو ته هڅې.؟
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره دا ځای کېکاږﺉ:
د کابل ښار د دریمې حوزې لومړنۍ محکمې د فرخندې د وژنې د دوسیې له څېړو څخه وروسته، بلاخره نن د فرخندې د وژلو څلور تورن په اعدام محکوم کړل، اته تنه نور یې په شپاړسو شپاړسو کلونو بند محکوم کړل او اتلس تنو نورو ته یې برایت ورکړ.
په همدې حال کې د کابل د دریمې حوزې لومړنۍ محکمه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د هغو نولسو پولیسو ځواکونو په اړه هم پرېکړه وکړي چې د فرخندې د وژنې په تړاو د دندیزې بې پروایۍ په تورن دي.
له دې سره سره د محکمې پرېکړه د بشري حقونو د څار ادارو له غبرګون سره مخامخ شوې دي او دغه پرېکړه یې د اندېښنې وړ بللې ده.
مېلمانه:
د فرخندې د وژنې د حقیقت موندونکي کمېسیون غړې،فوزیه کوفي
د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې رییس،روح الله قاري زاده
د ولسي جرګې غړې،فرخنده زهرا نادری
د مدني ټولنې،باری سلام فعال
د فرخندې پلار،محمد نادر
د فرخندې ورور،مجیب الله
په دې اړه مو اندونه