Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله د افغانستن په اړه د نړیوالې ټولنې له ژمنتیا هرکلی وکړ

دملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره په بروکسل ناسته کې د نړیوالې ټولنې له ژمنتیا هرکلی وکړ.

په دې ناسته کې نړیوالې ټولنې ویلي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د افغانستان بیا رغونې لپاره د ۱۵ میلیارډو ډالرو مرسته وکړي.

عبدالله وویل، هغه ژمنې چې په تېرو ساعتونو کې وشوې ګټورې وې.

د افغانستان له خلکو ملاتړ او ورسره نړیوالې ژمنې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان په سیمه کې له امنیتي، قتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی.

عبدالله زیاته کړه چې د سې‎شنبې پر ورځ هم د افغانستان په اړه څو مهمې ناستې وشوې چې یوه یې د ښځو د حقونو په اړه وه.

د بروکسل په ناسته کې د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ بنسټونو استازو او مشرانو ګډون کړی تر څو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره له افغانستان سره خپلې ژمنې اعلان کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان پلاوي په دې ناسته کې د پرځان بساینې د ملي سټراټيژۍ، د بنسټزو پرختیا لپاره، د ښځو پیاوړې کولو او د ولسي تړون سندونه وړاندې کړل.

دملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره په بروکسل ناسته کې د نړیوالې ټول

Thumbnail

دملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره په بروکسل ناسته کې د نړیوالې ټولنې له ژمنتیا هرکلی وکړ.

په دې ناسته کې نړیوالې ټولنې ویلي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به د افغانستان بیا رغونې لپاره د ۱۵ میلیارډو ډالرو مرسته وکړي.

عبدالله وویل، هغه ژمنې چې په تېرو ساعتونو کې وشوې ګټورې وې.

د افغانستان له خلکو ملاتړ او ورسره نړیوالې ژمنې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان په سیمه کې له امنیتي، قتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی.

عبدالله زیاته کړه چې د سې‎شنبې پر ورځ هم د افغانستان په اړه څو مهمې ناستې وشوې چې یوه یې د ښځو د حقونو په اړه وه.

د بروکسل په ناسته کې د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ بنسټونو استازو او مشرانو ګډون کړی تر څو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره له افغانستان سره خپلې ژمنې اعلان کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان پلاوي په دې ناسته کې د پرځان بساینې د ملي سټراټيژۍ، د بنسټزو پرختیا لپاره، د ښځو پیاوړې کولو او د ولسي تړون سندونه وړاندې کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه