Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د بروکسل تر ناستې وروسته کابل ته راستون شو

ولسمشر غني چې بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وه، بېرته هېواد ته راستون شو.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وه، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

جمهور رئیس غني پرون ماښام د بروکسل د بریالۍ ناستې په پای کې چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ژمنو له ارزونو وروسته راتلونکو څلورو کالو کې د افغانستان د براختیايي لومړیتوبونو په برخه کې ۱۵،۲ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه، د اروپایي ټولنې مرستیالې او د بهرني سیاست مسؤولې مېرمن فیدریکا موګریني سره په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

په یاده ناسته کې مېرمن موګریني وویل، چې د بروکسل ناسته د افغانستان دولت سره زموږ د ګډ کار یوه مهمه برخه وه.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په کندز کې کړکېچ دوام لري او افغان ځواکونه د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې له سیمو د وسله‎والو پر شړلو بوخت دي.

له ولس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه