د بغلان سیمهییز چارواکي وايي چې داعش ډلې د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان ۱۳ تنه کارګران په ډزو سره وژلي. د دغې ولسوالۍ د ولسي وګړو د ډبرو سکرو په کان کې یې کار کاوه.
د دغې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد امیري د دغه مطلب له څرګندولو سره وايي چې دغه کارګران هغه مهال چې د ډبرو سکرو له کانونو څخه د کور په لور روان وو د دغې ولسوالۍ د انارک په سیمه کې د مخ پټو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې د دغو ۱۳ تنو کارګرانو د وژل کېدو سربېره درې تنه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د تاله و برفک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې داعش ډلې پر یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر، چې د دغې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو کارګران په کې سپاره وو او ټول یې شعیه مذهبه وو مرمۍ باران کړل.
تراوسه هېڅ دلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.