هغه تکواندو لوبې چې په کابل کې ترسره شوې وي، د هرات تکواندو د نجونو لوبډله یې ګټونکې شوه.
د کابلیانو لوبډله دوهمه شوه او په ایران کې د مېشتو افغانانو لوبډلې درېیم ځای خپل کړ. د دې لوبو په پای کې ۳۲ غوره لوبغاړې د هېواد د نجونو د تکواندو ملي لوبډلې ته غوره شوې.
له بلې خوا له دې لوبغاړو له ډلې ۳ تنو د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اسلامي هېوادونو د تکواندو لوبو ته لاره ومونده.
دا لوبې چې د شنبې پر ورځ( د سلواغې۲۳مه) پیل شوې وې او دوه ورځې یې دوام وکړ له کابل، هرات، بلخ او هغه افغانانې چې په ایران کې ژوند کوي، کابو ۱۰۰ نجونو ګډون کړی وه.
د تکواندو د فدراسیون رئیس، نجیبالله سکندري وايي:«د نویو استعدادونو پېژندګلوي او د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړې کېدو په موخه آذربایجان کې زموږ د ګډون په موخه دا لوبې یوه اړتیا وه چې له نیکهمرغه مو نوې څېړې ملي لوبډلې ته معرفي کړل.»
ټاکل شوې ده چې کابو ۱۰۰ افغان لوبغاړي په په ۱۸ برخو کې په آذربایجان کې لوبه وکړي.
دا لوبې به کابو درې میاشتې وروسته د لسو ورځو لپاره ترسره شي.