د رئال ماډریډ لوبډلمشر سرجیو راموس په افغانستان کې د وروستیو بميچاودنو قربانیانو ته د مرستې په موخه د سره صلیب کمېټې سره د سلوزرو یورو ورکړې دي.
د یادو پېسو چک به نن ماښام(چهارشنبه د سلواغې۲۷مه) د اروپا د اتلولۍ لیګ لوبو د اتم پړاو په پای کې د یوفا استازي ته ورکړل شي.
ویل شوي دي چې دا مرستې به افغانستان کې د بميچاودنو له قربانیانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.
راموس په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د غوره لوبغاړي په نظرپوښتنه کې تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې وې.
راموس ویلي دي:«موږ ته لوی ویاړ دی چې دې ډول مرستو کې برخه ولرو. د فوټبال نړیوال خپرېدل له موږ سره مرسته کوي چې موږ اړمنو کسانو سره مرسته وکړو.»
ده وړاندې وویل:«زموږ مرسته به اړمنو کسانو ته د ژوند کولو هیله ورکړې او د سره صلیب غړي هم خلکو ته د ورځني ژوند هیله ورکوي.»