لومړني رپوټونه رسوي چې د کابل د پولیسو په شپږمې حوزې د یوه ډلهییز برید په ترڅ کې ۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټيپان شوي دي.
بریدګر لومړی د شپږمې حوزې شاتنی دیوال د چاودېدونکو توکو څخه د دګ موټر په مټ ویجاړ او لاره یې نورو بریدګرو ته پرانیسته.
بریدګر چې شمېر یې مالوم نه دی،د پولیسو د شپږمې حوزې په ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي د هغوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته څه باندې پنځه ساعته دوام درلوده.
طالبانو د دغه برید پړه منلې او ویلي یې دي چې دوی د پولیسو پر شپږمې حوزې او حربي ښوونځي برید کړی دی.
له چاودنې څخه وروسته،د سیمې نېږدې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.
د پولیسو ځانګړي ځواکونه له چادونې څخه وروسته د پېښې سیمې ته راورسېدل او د بریدګرو د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړ.