Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خُلم او کندز واټ لومړۍ او دویمه برخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د هغه واټ لومړنۍ او دویمه برخه چې د بلخ ولایت د خُلم ولسوالۍ د کندز له ولایت سره نښلوي د ۵۹ کیلومټرو په اوږدو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه واټ د ۴۱ مېلیونو په ارزښت د المان د بلاعوضه مرستو څخه جوړ شوی چې د دغه واټ په جوړېدو سره د بلخ او کندز ولایتونو ترمنځ واټن د پام وړ کموالی موندلی.

د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وايي چې دغه واټ په څلور برخو کې د ۱۱۲ کیلومټرو په واټن سره جوړېږي چې لومړۍ او دویمه برخه یې بشپړه شوې ده.

ښاغلي بلیغ وویل:«د نن ورځې د محفل موخه د خُلم له ولسوالۍ څخه د کندز ولایت تر مرکزه د واټ د لومړنۍ او دویمې برخې رسمي پرانیستغونډه ده چې یوه ډېره مهمه،ستراتېژیکه حیاتي او ملي پروژه پرانیزو.»

هغه وویل چې دغه واټ په ټول کې ۱۱۲ کیلومټره اوږدوالی لري چې پنوالی یې ۱۰ متره او پنډوالی یې ۱۵ سانټي مټره دی،د دغه واټ په پیل کې ۵۰ پایې پلچکونه هم جوړ شوي دي.

د بلخ والي عطامحمد نور د دغه واټ د ګټې اخیستنې له ستاینې سره وايي له دې وړاندې په تګ او راتګ کې اسانتیا رامتځته کېږي او راکړه ورکړه به هم زیاتوالی ومومي.

هغه د پاتې واټونو د ښه کیفیت په اړه هم ټینګار وکړ.

ښاغلی نور وايي:«موږ تل ویلي هغه شرکتونه چې کار ترسره کوي موږ له هغوی څخه پیسې نه غواړو که‎چېرې څوک پیسې غواړي موږ دې خبر کړي له هغې څخه پرته دغه پیسې مو چا ته ورکړي او واټ مو کم کیفیته جوړ کړی هېڅ وخت د منلو وړ نه دی.»

د هېواد په شمال کې د المان پراختیايي مسؤول مایکل وایمر د خپل هېواد له خوا د دغه واټ جوړېدل د دوو هېوادونو افغانستان او المان ترمنځ د دوستۍ نښه بولي.

هغه وویل:«اجازه راکړئ چې صادقانه ووایم چې د خُلم او کندز لویه لاره د افغان دولت یوه بیخ‎بنستیزه پروزه ده چې د لېږد رالېږد لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده.»

هغه زیاته کړه  دغه واټ د افغانستان شمالي ولایتونونه سره نښلوي چې المان د هغه د لګښت پیسې ورکړي دي.

له دغو ټولو سره،د ټولګټو وزیر وايي چې ډېر ژر د ۲۳ کیلومټرو په اوږدوالي د دغه وات درېیمه او د ۱۷ کیلومټرو په اوږدوالي  څلورمه برخه چې ۵۰ مېلیونه یورو لګښت پرې راځي جوړېږي.

شریک یي کړئ