د هند غوره لیګ د کرکټ سیالۍ اوسمهال په افغانستان کې تر ټولو سپورټونو ډېر لیدونکي لري.
د دې لوبو د لیدونکو ډېروالي لامل د حیدرآباد سنرایزر لوبډلې کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو راشد خان او نبيعیسیخیل شتون دی.
د دې لوبغاړو غوره لوبېدل په دې لوبو کې لامل شوي دي چې په هېواد کې دېر شمېر کسان دا لوبې وګوري.
په کابل کې یو شمېر هټیوال او پلورنکي د راشد او نبي لوبې لیدو لپاره خپل کارو بار پرېږدي او ټلویزیون ته مخه کوي.
یو تن پلورنکی وايي:«سره له دې چې هند په کرکټ کې دومره بریا لري، زموږ لوبغاړي یې اخیستي او دا زموږ لپاره ویاړ دی.»
د کابل بل اوسېدونکی زیاتوي:«ډېر خوښ یم او دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»
هېوادوال وايي چې د هېواد کرکټ لوبغاړو مینې لپاره اړ کېږی چې د هند غوره لیګ لوبې وګوري.
د کابل اوسېدونکی څرګندوي:«د افغان لوبغاړو ټاکل کېدل لوی ویاړ دی.»
د کابل بل اوسېدونکی هم داسي وايي:«کله چې موږ افغان لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې ګورو ډېر خوشاله کېږو.»
نبي عیسی خېل او راشد ارمان دوه افغان کرکټ لوبغاړي دي چې د بنګله دېش غوره لیګ کې تر لوبېدو وروسته اوس د هند په غوره لیګ کې لوبه کوي، او د هند خلک هم د دوی لوبې ته حیران دي.
د حیدرآباد غوره سنرایزر لوبډله د هند غوره لیګ کې لوبه کوي چې د راشد ارمان یې په ۴۰ میلیونه هندي کلدارو او نبي عیسی خېل یې په درې میلیونه واخیست.
تېر کال یاده لوبډله د هند غوره لیګ اتله وه.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه سنرایزر له پنځو لوبو درې ګټلې دي.
وروستۍ لوبه یې له پنجاب لوبډلې سره وه چې نبي او راشد ښه وځلېدل.
یاده لوبډله د توپاچونې په برخه کې ښه ځلېدلې ده او په ترسره شویو لوبو کې یې ۳۹ وکټې اخیستې دي.
ټاکل شوې ده چې سنرایزر نن(چهارشنبې د وري۳۰مه) د ډیلي ډیولس لوبډلې سره لوبه وکړي او دا لوبه له لمر ټلویزیون څخه ماښام ۷ بجې خپرېږي.