اجرائیه ریاست وايي چې د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې، له افغانستان سره د دغه هېواد د اقصتادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او همدارنګه د «یو کمربند، یوې لارې» پروژې په عملي کېدو ټینګار شوی دی.
د چین د ټولیزو علومو اکاډمۍ پلاوی، څلور ورځې وړاندې کابل ته راغلی او له اجرائیه رییس او یو شمېر نور افغان حکومتي چارواکو سره لیده کاته وکړل.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۱ مه)په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«دا یوه لرغونې لاره ده او په افغانستان کې ډېر لرغونتیا لري؛د ملي یووالي حکومت هڅه کوي ترڅو دغه لاره بېرته ورغول شي او له شک څخه پرته د دغې لارې له بیا رغونې افغانستان خپلې ګټې لري.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولان وايي که څه هم چې حکومت توانېدلی، د دغې پروژې د لومړۍ طرحې پر خلاف د افغانستان لپاره په دې پروژه کې ډېره ونډه ترلاسه شوې خو له دې پروژې د ګټې اخیستو په برخه کې هم باید ډېره ونډه ولري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلۍ وايي:«کهچېرې موږ دغه موکه له لاسه ورکړو، ډاډه اوسې چې نور به ونه توانېږو په سترو سیمهییزو پروژو کې ونډه واخلو؛دا پروژه زموږ لپاره ډېره مهمه ده.»
که څه هم چې بېلابېل هېوادونه له هغې ډلې تاجیکستان توانېدلی دی چې په دې برخه کې د چین پانګونه راجلب کړي.