افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدا میچې یاماموتو په کابل کې د حزب اسلامي له مشر، ګلبدین حکمتیار سره لیدلي دي.
یاماماتو د دولت او د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار تر منځ د هوکړه لیک، چې افغانستان ته د حکمتیار د سولهییز بیرته راتګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د پلي کیدو د دوام هرکلی ګړی.
په دې لیدنه کې یاماموتو ویلي دی:"یوناما له اساسي قانون او موجوده قانوني نورمونو سره په سمون کې، په سوله ییزه توګه په سیاسي ډګر کې د ښکیلتیا لپاره د حکمتیار د حزب اسلامي د ژمنتیا ستاینه کوي. د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتیار ژمنې او په نورو ډلو دهغه غږ چې له سوله ییزې لارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي هم وستایل شول."
ده همداراز د بیان د آزادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی په هیواد کې د ثبات د پراخیدل اړین بللي دي.
یوناما د هوکړه لیک پربنسټ د ملکي خدمتونو سره د یوځای کیدو، وسلهوالو ځواکونو او دې ته ورته، د وړتیا پربنسټ د ګمارلو او غوراوي له لارې په سوله ییزه توګه په ټولنه کې د حکمتیار حزب اسلامي د بیرته ورګډیدو ملاتړ کوي. ښاغلي یاماموتو زیاته کړه چې په ټولنه کې باید ټولې ډلې له یو شان چلند څخه برخمنې وي.