د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفیر مرستیال یې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د دوو ډیپلوماټانو د نیول کېدو په نیوکه کې احضار کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر مرستیال یې په کابل کې د پاکستان د سفارت د دوو ډیپلوماټانو د نیولو په غبرګون کې احضار کړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې افغان د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو دوو تنو نیول کېدل د دواړو هېوادونون ترمنځ به اړیکې ترینګلې کړي
ویل کېږي چې دغه ډپيلوماټان د درې ساعتون لپاره بندیان وو.
تراوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.