د عامې روغتیا وزارت وايي چې د چهارشنبې برید د ۸ کسانو ژوند اخیستی دی.
په دې برید کې کابو ۳۵۰ تنه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دې برید کې ۵۰ وسایط ویجاړ او یا له منځه تلي دي.
تر اوسه د برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په همدې حال کې د هېواد ولسمشر، اشرف غني دا برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې د بشریت ضد بللی دی.
د پېښې ډېری قربانیان ملکي کسان دي.
طالبانو ویلي دي چې دا برید د دوی کار نه وه.