د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هلمند په ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۴۳ ترهګر وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره شپه(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۴ مه)د دغه ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړی چې په پایله کې یې ۴۳ تنه ترهمګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د طالبانو مهمه کسان هم شامل دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په دغه برید کې د طالبانو یو اندازه وسلې هم له منځه تللي دي.