د سولې عالي شورا رئیس، کریم خلیلي وايي چې د د سولې له بهیر سره د طالبانو یوځای کېدل د دې ډلې د تسلیمېدو په مانا نه ده او د دوی نظریاتو ته به درناوی وشي.
له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمخ بیولو د څرنګوالي په موخه د یوې نوې تګلارې د رامنځته کولو په اړه د سولې د عالي شورا د مشرتابه لومړۍ ناسته ترسره شوه او د سولې د عالي شورا دغه لوړپوړي غړي د سولې د عالي شورا د عمومي مجمع په نوم خپل کارونه پرمخ بیايي.
کریم خلیلي وايي:«سولې ته باید د تسلیمي په سترګه ونه ګورو. طالبانو ته د زموږ کړنلاره د دوی تسلیمېدل نه دي.»
د سولې د عالي شورا د تګلارې په یوه برخه کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د جګړې عاملین هم په ګوته کیږي.
د یادي شورا د دارالانشاؤ رئیس، محمد اکرم خپلواک وايي:«په نوې کړنلاره کې د سولې عالي شورا د جګړې ټول عوامل څېړي له منځه وړو باندې یې کار کوي.»
د سولې عالي شورا چې اوه کاله مخکې یې کار پيل کړ، په دې موده کې د دغې شورا کارونه تل له نیوکو سره مخامخ و.
د ولسي جرګې غړې، آرین یون څرګندوي:«کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده، له دې سره چې دې شورا ډېرې پیسې لګولې دي.»
بل غړی، حبیب الرحمان افغان زیاتوي:«د سولې عالي شورا باید د خلکو باور ترلاسه کړي او نوې کارونه ترسره کړي.»
اوس د سولې عالي شورا وايي د خلکو د باور ترلاسه کول او د نوموړې شورا د کاري ناتوانۍ موندل د دوي لومړیتوب دی.
کریم خلیلي وړاندې وايي:«موږ ډېر جدي وو او کمزورو ټکو ورکولو او پياوړو ټکو رامنځه کولو سره د سولې عالي شورا له کمزورتیا اوباسو.»
د سولې عالي شورا د جګړې د پاي د ټکي د پیدا کولو لپاره د هڅو په اړه ډاډ ورکوي.
دا شورا د افغانستان د جګړې ریښې له هیواده بهر بولي، له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي په هیواد کې د سولې بهیر د بریالي کیدو لپاره باید سیمه ایزه او له سیمې اخوا اجماع رامنځته شي.