ویل کېږي چې د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم قضیه محکمې ته استول شې ده.
لویې څارنوالۍ کې یوې سرچینې نن(چهارشنبې د چنګاښ۲۱) وايي چې د جوزجان پخواني والي، احمد ایشچي سره د جنرال دوستم جنسي بد چلند په تور قضیه له څارنوالۍ محکمې ته استول شوې ده.
ویل کېږي چې یاده قضیه څه موده مخکې مخکمې ته استول شوې وه، خو اوس یې خبر رسنیو ته راوتلی.
جنرال دوستم او څو تنه ساتونکي یې د احمد ایشچي سره پر بد جنسي چلند تورن دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د سفارست سرپرست هوګو لارنس د سېشنبې په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال جنرال دوستم د جنسي ځورونې او سپکاوي په ګډون تورونه چې ډېر جدي دي او دغه تورونه باید د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا په لازمه توګه وڅېړل شي.
دغه امریکايي ډيپلوماټ وايي چې امریکا د دغې دوسیې د څېړنې په اړه د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو له پرېکړو څخه په جدي توګه ملاتړ کوي.
د امریکا سفیر د افغانستان له عدلي او قضايي ادارو غواړي د ولسمشر پر لومړي مرستیال د تورونو دوسیه په ځیرتیا او رڼه توګه وڅېړي.