کابو ۲زره لرغوني توکي چې د لوګر عینکومسو کان څخه ترلاسه شوي دې کان ته نېږدې ساتل کېږي، خو د کابل موزیم رئیس، محمد فهیم رحیمي وايي چې ډېر ژر به له یادو توکو یو شمېر کابل او یو شمېر هم د محمدآغې موزیم ته ولېږدول شي.
لوګر ته اوس یو شمېر دولتي چارواکي تلي تر څو د عینک د مسو کان شاوخوا د لرغونو آثارو د ساتلو او ایستلو مسوولیت له کانونو وزارت څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شي.
د کابل موزیم رئیس، محمدفهیم رجیمي څرګندوي:«دا توکي د اووم او اتم زیږدیزې پیړیو دي. له هغه وخته چې د مسو عینکو سیمه ځانګړې سمسورتیا درلوده او بودايي عبادتځایونه په کې وو.»
د عینک د مسو کان شاوخوا کابو اته لویې لرغونې سیمې په ګوته شوې، خو په دغه سیمه کې د کوچنیو برخو شمیر سلګونو ته رسیږي چې ډیری لرغوني آثار هم له دې سیمو ایستل شوي دي.
په دې لړ کې دولتي ادارې هم افغانستان ته د سیلانیانو د تګ راتګ په اړه تل یو شان شمیرې وړاندې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سیلانۍ څانګې رئيس، رامین عتیق زاده څرګندوي:«له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۵ زیږدیز کاله پورې کابو ۹۰ زره کسانو له ولایتونو په ځانګړې توګه له بامیانو څخه لیدنه کړې ده.»
تېر کال کې د ګرځندوي له پلوه د افغانستان عواید ۲۵ میلیونه افغانۍ بلل شوي دي.
ولسمشر څو ورځې مخکې وویل افغانستان په یوه کال کې د پنځه میلیونه سیلانیانو د منلو وړتیا لري او ټینګار کوي چې له ګرځندوي څخه باید ګټه پورته شي.
د لرغونو توکو د خوندیتوب پروګرام له ۱۳۸۸ هجري لمریز کال راهیسې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ پرمخ بیول شوی او تراوسه څه باندې ۲۵۰۰ لرغوني اثار د کابل موزیم ته راوړل شوي او کابو دوه زره نور آثار تراوسه هم په سیمه کې پاتې دي.