د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د د جمعې پر ورځ د وژل شویو کسانو له ډلې د یوه تن د جنازې په مراسمو کې له نامسوؤلو وسلهوالو کسانو له فعالیتونو شکایت وکړ او وايي په سیمه کې یې وسلهوال طالبان نشته، خو د نامسوؤله وسلهوالو په تنګ کړي دي.
دې ولسوالۍ کې په وروستۍ پيښه کې نامسوؤله وسلهوالو د جمعې پر ورځ(د زمري ۲۰مه) پر لمونځ کونکو ډزې وکړې چې له امله یې۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او۳۶ نور ټپيان شول.
د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي د حزب اسلامي قوماندان، بشیر په دغه پيښه کې په لاس لرلو تورنوي.
د سیمې اوسېدونکی، ګل احمد څرګندوي:«کله چې موږ غوښتل جومات ته د ننه شو، د بشیر قانت وسلهوالو لخوا جومات محاصره شو او پر موږ یې ډزې وکړې.»
د چاهآب بل اوسېدونکی، ملا خالق زیاتوي:«د بشیر قانت کسانو درنې وسلې درلودې، هر څه یې چې درلودل پر خلکو یې ډزې کولې.»
د چاه آب د جومات امام وايي هغه غوښتل د بې عدالتیو او د قوماندان بشیر د کسانو د ناقانونه کړنو په اړه خبرې وکړي چې د نوموړي قوماندان کسانو پر جومات برید وکړ.
په چاهآب ولسوالۍ کې خطیب، مولوی محفوظ الله وايي:«بشیر قانت څو ورځې مخکې ماته خبرداری راکړی وه چې خلکو ته لمونځ ورنکړم، ما پولیسو ته وویل، او پر تبلیغ مې پیل وکړ چې د ډزو غږ مې واورېدو، او پر ما برید وشو. زما ګناه دا ده چې د غیر مسوؤلو وسلهوالو کسانو پر ضد مې د عدالت غږ پورته کړی دی.»
له دې مخکې د دې جومات امام د قوماندان بشیرقانت په وړاندې جهاد اعلان کړی و، خو د دغه قوماندان پلویان وايي د جومات دغه ملا حق نلري داسې څرګندونې وکړي.
همداراز د جومات ملا امام او بشیر قانت پلوی، محبوب الله زیاتوي:«باید دا ملا ځواب ورکړي چې که بشیر قانت کافر دی نو باید جزا وویني او که نه نو باید د جومات ملا جزا وګوري.»
د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د قوماندان بشیر کسان له خلکو سره ناوړه چلند کوي خو دغه قوماندان دا تورنه ردوي.
د حزب اسلامي قومندان، بشیر قانت په دې اړه وايي:«ما دا کار نه دی کړی، هر څوک چې په دې ولسوالۍ کې هر کار کوي زه ګرم یم، زه نه یم خبر او دا پر ما لوی تور دی.»
د تخار د چاهآب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي له روژې میاشتې وروسته د دې ولسوالۍ کابو نوي اوسیدونکي د نامسوؤله وسلهوالو لخوا وژل شوي دي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ هم یوملاامام له هغې وروسته ووژل شو چې په دغه ولسوالۍ کې یې د نامسووله وسله والو د فعالیت خبره وکړه.