د افغانستان د فوټبال غوره لیګ شپږم پړاو، نن له غرمې وروسته (پنجشنبې د وږي ۱۶ مه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې د شاهین اسمايي او سپین غر بازان لوبډلو له لوبې سره پیل شوه.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو په پرانستغونډه کې، د حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې د غړو او ښځو په ګډون په زرګونه ننداره چیانو ګډون کړی وه.
د ننداره چیانو په ډله کې د حکومت د رسنیو د مرکز رییس صدیق صدیقي هم وه او هغه وویل:«دا لوبه (فوټبال) باید وده وکړي او ډېر ځوانان باید دغې لوبې ته مخه کړي.»
د ولسي جرګې غړی بکتاش سیاوش په دې اړه وویل:«د افغانستان غوره لیګ د افغانستان د سپورټ په برخه کې یو بنسټیز بدلون وه چې نن یې د ټولو افغانانو کور ته یې سپورټ وړی دی.»
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم وايي:«په لوبغالي کې د امینتي ګواښونو سربېره، هغه ځای چې شل کاله پخوا دلته سرونه پرېکېدل او لاس پرېکېده، راغونډېدل د دې څرګندونه کوي چې زموږ خلک واقعاً له جګړې ستړي شوي دي.»
د دغه لیګ ګډون کوونکي په دې باور دي چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د افغانستان د خلکو په یووالي کې خپله رغنده ونډه لري.
د کابل اوسېدونکی محمد یعقوب په دې اړه وايي:«غوره لیګ د دې لامل شوی چې ډېر ځوانان سپورټ ته مخه کړي او له نشهیي توکو او دې ته ورته شیانو څخه لیرې شي.»
په دې لړ کې هغه څه چې ډاګیزه شوي، د شینه لوبغالي کې په پراخه توګه د ښځو حضور دی. او هغه مېرمنې چې د دغو لوبو نندارې ته راغلي دي، خوشحاله دي او له د خپلې خوښي لوبغاړي هڅوي.
د ښوونځي زدهکوونکې عایشه دانش په دې اړه وویل:«واقعاً ډېره مهمه ده چې ښځې د نړینهوو پهڅېر دلته راشي او سیالۍ له نېږدې وويني.»
تر راتلونکو شپږو اوونیو پورې به دغه شین لوبغالۍ د خلکو له خوښیو او ولولو ډک وي او د خلک به د لوبو شیبې په خوښۍ کې تیرې کړي.