د امریکا د دفاع وزیر جمیزمټیس، د امریکا په سنا جرګه کې چې د افغانستان لپاره د نوې تګلارې په اړه خبرې اترې کولې، وویل چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي پوځ ټولې شپږ واړه قول اردوګانې په یرغلي پوځي عملیاتو بوختې وي.
هغه په دغې غونډه کې وویل:«موږ هېڅکله نه دي لیدلي چې شپږ واړه قول اردوګانې په ورته وخت کې په دندې بوختې وي.»
د اسوشیټډپرس د خبرې اژانس د رپوټ پر بنسټ چې د سېشنبې ناوخته خپور شوی، دا څرګندونې د دې ښودنه کوي چې امریکا اوږد مهال کچ کړ ترڅو هغه ځای ته ورسېږي چې افغان ځواکونه نن د یرغلي پوځي عملیاتو توان پیدا کړی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د سنا جرګې د وسلهییزو خدماتو د کمېټې رییس جان مککین په دغې غونډه کې وویل چې امریکا په کوټه کې د هغو واټونو ادرس ورسره شته چې حقاني شبکه هلته اوسېږي.خو هغه وویل چې په هغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه لاهم شته.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې، د امریکې پخواني ولسمشر بارک اوباما، وړاندیز وکړ چې افغانستان ته ۳۰ زره امریکايي سرتېري واستول شي چې له دغه کار سره په هېواد کې د دغو ځواکونو شمېر ۱۰۰ زرو تنو ته ورسېد او دا د دې لامل شو هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې وې محدودې شوې.
خو ولسمشر اوباما په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د امریکې د پوځي ځواکونو مأموریت پای ته ورسوه.
د روان زیږدیز کال په پیل کې، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن، وویل چې د افغانستان جګړه له یوه«بندون» سره مخ ده.
ښاغلي مټیس وویل چې افغانستان ته ډېر سرتېري د کنډک او غونډ په کچه افغان ځواکونو ته د مشورې لپاره استول کېږي،خو اجازه به ورکړل شي چې له افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې همکاري وکړي او کولای شي ډزې هم وکړ په دې مانا چې په جګړه کې به ونډه ولري.
هغه همدارنګه وویل چې امریکايي ځواکونه به د طالبانو په وړاندې د هوايي عملیاتو د ترسره کېدو لپاره ډېر واک ولري.
د اوباما د واکمنۍ پر مهال، طالبان باید پر یوه څرګند واټن کې باید وای ترڅو د امریکايي ځواکونو له خوا په نښه شوي وای.
ښاغلي مټیس وویل ډېری سرتېري د افغانستان لپاره د نوې تګلارې ستره برخه ده چې د هغه پوځي مشران یې «ار ۴ اس» نومولي چې د سیمې د جوړېدو،د جوړښت نوي کول، پیاوړي کول، سمبالول او د ساتنې په مانا دي.
ښاغلي مټیس زیاته کړه چې سیمهییز کول په دې مانا دي چې د جګړې د پای لپاره یو هر اړخیز لیدلوری دی چې د سیمې لوبغاړي لکه هند، پاکستان، ایران، روسیه او چین په ځان کې رانغاړي.
هغه زیاته کړه:«نوي کول، یا د جوړښت نوي کول په دې مانا دي چې د کنډک او غونډ په کچه د امریکايي ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې ورکول دي. افغان ځواکونه به جګړه پر مخ بیايي خو امریکايي ځواکونه تخنیکي واحدونو همکاري به کوي او د اړتیا په صورت کې له هغوی سره به پوځي همکاري هم وکړي.»
هغه زیاته کړه:«تېروتنه ونه شي، دا یو پوځي مأموریت دی، خو افغان ځواکونه به د دغې جګړې په مشرتابه کې وي.»
هغه څرګنده کړه چې ځواکمنول، له ۳ زره څخه د ډېرو امریکايي ځواکونو د زیاتوالي په مانا دي چې د درې راتلونکو میاشتو په اوږدو کې افغانستان ته به واستول شي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه د مشورې ورکولو هېڅې به زیاتې کړي.
د هغه په وینا ۱۵ هېوادونه چمتو دي چې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.
ښاغلی مټیس وايي چې نوې تګلاره به له پوځي، سیاسي او مالي پلوه پایداره هغه وي.
له بلخوا د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو سره اړیکه لري.
هغه څرګنده کړه چې د هغه لپاره روښانه ده چې «ای اس ای»له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
ښاغلي ډنفورډ زیاته کړه:«فکر کوم چې دا زما لپاره څرګنده ده چې ای اس ای له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري.»
دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې واشنګټن د پاکستان په وړاندې یوازې د فشار راوړلو چلند پر ځای څو اړخیزه چلند ته مخه کړي.
له دې سره په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز،جنرال قمر جاوېد باجوه په دې وروستیو کې د کابل لیدل هیله ورکوونکي بولي.