د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د خلکو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه دمخه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«نیول شوې پرېکړه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.»
ارګ وايي چې د ملي یووالي حکومت او زموږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.
بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د نړیوالو قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د مېلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.
لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکهمرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.
ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د حکومت اجرايیه رییس عبدالله عبدالله هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي:«شرقي بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه ده.»
له دې سره په ورته وخت کې جهادي مشر او د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي هم د ټرمپ د دغې پرېکړې په غبرګون کې وايي چې دا کار د مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه دی.
هغه نن له غرمې وروسته په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې وینا کوله، د ټرمپ له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل د مسلمانانو پر «عقیدې» د امریکا «بې موجبه تېری» وباله.
هغه په دې اړه وویل:«موږ نه شو منلای چې بیت المقدس د یهودیانو پلازمېنه وي. د افغانستان حکومت او خلک ټول دا ردوي، موږ حاضر یوو چې د دغه کار لپاره هر قیمت ورکړو.»
دا ټول په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ، بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. د هغه دغه کار د اسلامي هېوادونو او د نورو نړیوالو شوراګانو غبرګونونه یې راوپارول.