تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګندونې
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان کې پرته له طالبانو ټولې ډلې د سولې خبرو ته چمتو دي.
د دې وزارت مرستیال وايي طالبان په کابل کې د ملکي کسانو له وژنې سره دا ښکاره کړه چې د سولې خبرو نیت نلري او ورته چمتو نه دي..
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع ویاند نعمت روان له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل
د حق او عدالت ګوند غړی، حبیب الله جانبدار
د نورستان پخوانی والي، جمال الدین بدر
د ارزګان ولایتي شورا پخوانی رئیس، امان الله هوتکي