د بالیووډ سینما فلم پدماوتي د هغه جنجالي داستان درلودو له کبله چې د ډېرو خلکو پر ژبه وو او په ډېرو هېوادونو کې یې پر نندارې بندیز ولګېد، په ۱۷ وروستیو ورځو کې ۳۶میلیونه ډالره جوړې کړې.
په ټوله نړۍ کې ډېر شمېر کسان سینماګانو ته ولاړل او دا فلم یې ولید. دا فلم له هند څخه بهر په بازارونو کې د خرڅلاو په سر کې دی.
په دې فلم کې چې دپیکا پادوکن، شاهد کپوراو رنویر سنګ لوبیدلي په باکس افیس(د ټکټونو خرڅلاو نوملړ) کې ځواکمن پاتې دی.
دا فلم د هند د دوو ایالتونو ترڅنګ په مالیزا کې هم له بندیز سره مخامخ شو. لامل یې دا دی چې سلطان په کې سم نه دی ښکاره شوی. شننونکي وايي چې سلطان داسې شخصیت چې په فلم کې ښکاره شوی، نه درلود.
د مالیزا د بهرنیو چارو وزارت پدماوتي فلم باندې ځکه بندیز ولګاوه چې د یوه مسلمان پاچا کړه وړه په کې سم نه دي ښکاره شوي.
مخکې له دې هند کې د دې فلم پر وړاندې اعتراضونه وشول او پر جوړوونکي یې تور وه چې تاریخ یې تحریف کړی دی.