فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: اسلامي جمعیت د سمنګانو والي ګوښه کول ونه منل
اسلامي جمعیت وايي، په داسې حال کې چې د بلخ والي ګوښه کولو کړکېچ نه دی اوار شوی، د سمنګانو ولایت والي ګوښه کول به هېواد کې ستونزې رامنځته کړي
یوه ورځ وروسته له دې چې د سمنګانو پخوانی والي، عبدالکریم خدام د ولسمشر فرمان له مخې ګوښه شو او ده ورسره مخالفت وښود، اوس جمعیت د نوموړي ګوښه کول «ناموجه» بولي.
اسلامي جمعیت ګوند د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا ګوند د ملي یووالي حکومت د جوړیدو یو لوری دی او دا کار له حکومت سره د سیاسي هوکړې همغږي نه لري.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د اسلامي جمعیت مشرۍ شورا غړی، سیدعبدالناصر یعقوبي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال، محمد آصف صدیقي