پر لاجوردو لارې د توکو د لېږد رالېږد د پيل لپاره، ټاکل شوې چې د پنځو شاملو هېوادونو د مسلکي او تخنیکي کمېټو ترمنځ غونډه ډېر ژر پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي چې په دې غونډه کې د لاجوردو لارې پر تخنیکي اړخ خبرې کېږي.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي د لاجوردو لارې نه ګټه اخېستنه، له افغانستان سره مرسته کوي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره معیاري سوداګرۍ ولري.
د لاجوردو د لارې پروژه کې د شاملو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې د ټرانزیټي هوکړې له لاسلیک وروسته اوس دغه هېوادونه هڅه کوي چې د پروژې په عملي کېدو سره د افغانستان، ترکمنستان، آزر بایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپا ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په نېږدې راتلونکې کې به په دې پروژې کې د شاملو هېوادونو ګډه غونډه وشي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه څرګنده کړه:«مسلکي کمېټې کولای شي دا مسایل (مسلکي مسایل) وڅېړي ترڅو د دغې لارې هوکړه پلي شي ترڅو له موږ له تر ټولې لنډې لارې اروپا سره ونښلو.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، د لاجوردو له لارې ګټه اخیستنه افغانستان له اروپايي بازارونو سره نښلوي او حکومت باید په دې برخه کې هڅې وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مالي مرستیال توفیق داوري په دې اړه وویل:«په افغانستان کې د امنیت، واټ، برېښنا په څېر مسایل باید په پام کې ونیول شي.»
اخوا د اقتصادي چارو کارپوهان د لاجوردو د لارې د هوکړه لیک عملي پیل د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د رسېدو لپاره مهم بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه شعیب وايي:«دا دهلیز کولای شي ټرانزیټي ستونزې کمې او له اروپا سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.»
د لاجوردو لار له تورغونډۍ او آقینې پيلېږي او د ترکمنستان له ترکمن باشي بندر، خزر بحیرې، آزربایجان او ګرجستان نه په تېرېدو د تورې بحیرې پوتي او باتومي بندرونو ته رسېږي.دا لار له هغه ځایه د قارص ښار، استانبول بندر او بالاخره اروپا ته وځي.
ویل کېږي چې له دې لارې به د توکو لېږد رالېږد افغانستان د ځمکې له لارې له اروپا سره وصل کړي.