د بریښنا شرکت چارواکو تېره ورځ(یکشنبې د کب۲۰مه) هېواد کې د اوټوماتیک میتر لوستو او د برېښنا کاروونکو لخوا د لګښت څار سیستم له په کار اچولو خبر ورکړ.
د اټوماټیک میټر لوستلو د سسټم په فعالیت سره د بریښنا شرکت د کاروونکو په ځیرک ټيلفونونو کې د میټر لوستلو سیسټم نصبېږي چې له مخې یې کاروونکی کولی شي د بریښنا له مصرف نه خبر شي او له بل پلوه به د میټر لوستو پر مهال د بریښنا بیل کاروونکي ته «انلاین» استول کېږي.
د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«دا پروګرام له مخې کابل کې پیل شوی دی او ټاکل شوې ده چې د کال تر پایه ټولو ښارونو ته ورسیږي.»
مکروریانو کې د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکی، عبید وايي:«دا سیسټم د کاروونکو له مېترونو سره نښلول کېږي او له دې سره هممهاله سیمې ته ځو او د مشترکانو ته بل هم ورکوو.»
تر دې وړاندې د بریښنا یو شمېر کاروونکو د بریښنا شرکت د کارکوونکو له لوري د میټر په لوستو کې پر ستونزو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وه چې دغه کارکوونکي خپلو حسابونو کې د تېروتنو له امله ترې ډېرې پېسې اخلي.
د کابل خیرخانې اوسېدونکی، محمدنسیم وايي:«میترونه زاړه دي او سم کار نه کوي، هیله ده چې ژر بدل شي او له ډیجیتالي سره زموږ ستونزې هم هوارې شي.»
اخوا د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د کاروونکو له لورې د بریښنا د لګښت د پېسو د نه ورکوونې د مخینوي لپاره دغه شرکت په پام کې لري چې بازارونو ته د بریښنا د لګولو کریډيټ کارټونه وړاندې کړي.