د سولې عالې شورا وایي چې دغه شورا له بهرنیو جنګیالیو او داعش ډلې سره خبري اترې نه کوي.
د دغې شورا ویاند وایي هغه بهرني او کورنۍ جنګیالي چې جګړې ته دوام ورکوي هغوی ته به له پوځي لارې ځواب ورکړل شي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«هر څوک که افغان وي او که بهرنی، د افغانستان خلک وژني او له وژنې لاس نه اخلي او له بهره دیکتې کېږي، له هغوی سره مذاکره نه کوو.»
اخوا د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي اړتیا ده تر څو د بهرنیو جنګیالیو لپاره سخت قوانین جوړ شي.
د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد په دې اړه وايي:«داعش او هغه طالبان چې په افغانستان کې حضور لري، د سیمې لپاره هم ګواښ دي.»
د ولسي جرګې ځینې نور غړي، ټینګار کوي چې اړتیا ده له ترهګرۍ سره د مبارزې پر قوانینو بیا غور وشي او د هېواد امنیتي ځواکونه او قضايي برخه، په جدي توګه د افغانستان په خاوره کې له بهرنیو جنګیالیو سره چلند وکړي.
خالد پښتون زیاتوي:«کله چې افغان وګړی بهر کې جګړه کوي،د هغوی لپاره باید ځانګړی قانون جوړ شي.»
د امنیتي بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، دمګړۍ د طالبانو ترڅنګ، کابو ۲۰ ډلې چې له بهرنیو جنګیالیو جوړې شوي او د بهرنیو کړیو له خوا یې ملاتړ کېږي، په افغانستان کې حضور لري.