د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د دغه شرکت کارکوونکو، په بغلان کې له ازبیکستان څخه د وارداتي برېښنا ویجاړه شوې ستنه رغولې ده.
د دغه چارواکو په وینا، د برېښنا د دغې ستنې له بیارغونې سره، د ازبکستان ۳۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د کابل او نورو ولایتونو د برېښنا له شبکې سره ونښلول شوه.
په هغې خبرپاڼه کې چې دغه شرکت خپره کړې، راغلي دي چې د برېښنا د دغې ستنې د بیارغونې کار، د شنبې په ورځ پای ته رسېدلی دی.
طالبانو، تېره اوونۍ د بغلان په کېله ګي سیمه کې د برېښنا دا ستنه ویجاړه کړې وه.