Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دمالیې وزارت او نړیوال بانک دحساب ورکونې پر نیمګړتیا د سیګر نیوکې

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی څارونکی، هغه څه چې د حساب ورکونې په برخه کې د نړیوال بانک او د مالیې وزارت پر نیمګړتیاو نیوکې کړي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څارونکي په یوه رپوټ کې راغلي دي چې نړیوال بانک او د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې د نړیوالې ټولنې مرستې په سمه توګه نه دي مدیریت کړي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي، په یو شمېر هغو پروژو کې نه روڼتیا چې د دغه صندوق له لوري پلې شوې دي او دغه راز په پروژو کې ستونزې هغه لاملونه دي چې په دغو پروژو کې یې د مرستو د لګښتونو حساب ورکونه سخته کړې ده.

 خو د مالیې وزارت په دې تړاو داسې وایي.

د مالیې وزارت مرستیال نجیب الله وردګ په دې اړه زیاته کړه:«ټولې هغه پیسې چې د ای ار ټي اف له خوا لګول شوي، سل په سلو کې موږ حاضر یوو چې ټول مالومات هم له رسنیو او هم له ټولو هغو ادارو سره چې په دې اړه کار کوي شریک کړو.»

خو نړیوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي چې دا رپوټ د واقعیتونو پر بنسټ نه دی جوړ شوی.

د دغه بانک په خپرپاڼه کې راغلي:« د دغه رپوټ ډېری موندنې د واقعیتونو پر بنسټ نه دي ځکه د دغه صندوق له سرچینو د ګټې اخیستنې د ټولو اړخونو د څرنګوالي د څېړلو پر مهال د سیګر ادارې میکانیزم د پروژو د تمویل لپاره په پام کې نویل کېږي. نړیوال بانک د پروژو پایلې په جدي توګه؛ د تخنیکي قضاوت او یو شمېر نورو وسیلو له مخې چې د پروژو له شرایطو سره اړخ ولګوي د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال تعقیبوي.»

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې په وروستیو کلونو کې افغان حکومت هم نه دی توانېدلي چې د دغه صندوق د پېسو له یوې برخې په ګټوره توګه کار واخلي.

 اخوا د روڼتیا د څار بنسټ هم په هېواد د ټیکاو لپاره د شروطونو له مخې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر لګولو ټینګار کوي.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ مشر اکرم افضلي په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه د افغانستان د بیارغونې صندوق مدیریت د نړیوال بانک له خوا په نه روڼتیا سره ترسره شوی. په همدې حال کې هغه پیسې چې د دغه صندوق له لارې افغان حکومت ته ورکړل شوي، نه شي کولای په سمه توګه حساب ورکونه وکړي او دا ستونزه په ډېریو برخو کې شتون لري، په ځانګړې توګه د پوهنې او د بیارغونې په نورو پروژو کې، داسې ناوړه استفادې شوي او فساد شتون لري.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څارونکي په رپوټ کې راغلي دي چې له هغو لس مېلیاردو ډالرو نه چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره له ۲۰۰۰ زیږدیز کال راهیسې شوي دي، درې مېلیارده یې د تر ټولو لوی مرسته کوونکي هېواد په توګه د امریکا متحده ایالتونو له لوري شوي دي.

اخوا بیا نړیوال بانک د یوې اعلامیې له خپرولو سره وايي چې دا رپوټ د واقعیتونو پر بنسټ نه دی جوړ شوی.

شریک یي کړئ