پرس و پال
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
پرس و پال: د خبریالانو خوندیتوب او خونړۍ ورځې باندې خبرې
په دې خپرونه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال، سید فاضل آقا سانچارکي سره په کابل کې پر خبریالانو د برید او همداراز یې پر خوندیتوب خبرې اترې شوې دي.
د کابل په شش درک سیمه کې تېر اوونۍ کله چې یو شمېر خبریالان د ځانمرګي برید پېښې پوښښ په موخه راټول شوي وو، ځانمرګي برید یو شمېر خبریالان په نښه کړل چې په کې ۹ کسانو تصویراخیستونکو او خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی.