د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل راهیسې خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو تر اوسه ۴۷ زرو کسانو نومونه لیکلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهييز دفتر مسوولین په ټاکنو کې د کډون لپاره د نوم لیکنې په بهیر ډېر پڅ بولي، او د پکتیا اوسیدوونکو او دیني عالمان غوښتنه کوي تر څو په دې ملي بهیر کې ګډون وکړي.
دوی وايي چې د ترهګریزو بریدونو ګواښ، د نا امنیو زیاتوالی او د خلکو کم پوهاوی لامل شوی دی چې خلک د نوملیکنې لپاره کم راشي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمهییز دفتر رئیس، محمد ظاهر اکبري وايي:«هره ورځ چې تېريږي، د نوم لیکنې بهیر ښه کېږي، په دې مانا چې که مو نن د سلو کسانو نومونه ولیکل نو سبا دا شمېر دوه سوه کېږي. زموږ اندېښنه دا ده چې د نارینه و په پرتله د ښځو ګډون کم دی.»
په همدې حال کې د پکتیا دیني عالمان له خلکو غوښتنه کوي چې په دې ملي بهیر کې ګډون وکړي.
د پکتیا ولایت د عالماو شورا رئیس، مولوي خواجه الدین حق بیان وايي:«د خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې د امنیت، سولې او ټیکاو لپاره په هېواد کې د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي.»
په دې درېیو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې له یوولس زرو۳۰۰ کسانو په پکتیا، کابو ۱۱ زره او ۵۰۰ په پکتیکا او نېږدي ۲۴ زره کسانو په خوست ولایت کې نومونه ثبت کړي دي.