د کیوبا په پلازمېنه کې تېره ورځ(جمعه د کب۲۸مه) د الوتکې نسکورېو له کبله کابو سلو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الوتکې وروسته له دې چې د هاوانا هوايي نړیوال ډګر څخه الوتې ده، نسکوره شوې ده.
د الوتکې یوازې درې تنه سورلۍ ژوندي پاتې، خو روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
یاده الوتکه د کیوبا هولګن ښار پر لور روانه وه او ډېرۍ سورلۍ هم د کیوبا اوسېدونکي دي.
د راپورونو له مخې د الوتکې پنځه مسافر او خدمه بهرنیان وو. د ارجنتاین او مکسیکو دولتونو هم ویلي دي چې دوه ارجانتیایني وګړي او یو شمېر هم مکسیکويي چې شمېر یې نه دی څرګند په نسکوره شوې الوتکه کې وو.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند.