د غزني ولایت اجرستان ولسوال، حمدالله وايي چې طالبانو پر دې ولسوالۍ برید کړی او که مرستندویه ځواکونه پر وخت ونه رسیږي، ښايي نسکوره شي.
نوموړي نن سهار(شنبې د غويی۲۹مه) په ټلفوني اړیکه کې طلوعنیوز ته وویل چې اوسمهال د ولسوالۍ ټول کارکوونکي د طالبانو په کلابندۍ کې دي او دا ډله د پرمختګ په حال کې ده.
د اجرستان ولسوال وايي چې تر اوسه پورې ۱۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۰ نور ټپیان دي.
دی وړاندې وايي که دا ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېږي، نو انساني ناورین به رامنځته شي.
په همدې حال کې د غزني والي، امان حمیم وايي چې اوسمهال سیمې ته د کمانډو ځواکونو استولو چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړی د افغان ځواکونو ته اوښتې زیان په اړه څه نه وايي.
په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې چې تر اوسه په دې نښتو کې کابو دېرشو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایتي شورا (چهارشنبې د غويی۲۶مه) په دې ولایت کې افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ د نښتو خبر ورکړ.
د غزني د ولایتي شورا غړي، حسن رضا یوسفي ویلي وو، طالبانو تېره شپه د غزني پر زنهخان او جغتو ولسوالیو بریدونه کړي دي.
د غزني د ولایتي شورا دغه غړی ادعا کوي چې په زنه خان ولسوالۍ کې د پولیسو په ګډون ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او په جغتو ولسوالۍ کې ۹ پولیس وژل شوي او ۲۵ نور تپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومندان دغه خبر تایید کړ، خو زیاته کړې یې وه چې له تېرې شپې راهسې تراوسه د غزني په دغو دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي.