د اوبو او انرژۍ وزارت سېشنبې( د غبرګولي۸مه) وویل چې د کمال خان بند وروستیو کارونو کې یې پرمختګ کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر د دفتر رئیس، آصف غفوري وايي د کمال خان بند د کارونو پر وړاندې ستونزه نشته او ښایي د دې بند وروستي کارونه تر ټاکلې مودې مخکې بشپړ شي.
دی زیاتوي:«۲ میاشتې مو وخت درلود چې له دې مودې ۲۲ میاشتې یې تېرې شوې دي او دېرش نورې یې پاتې دي. د کار سرعت زیات دی او ښايي چې دا پروژه شرکت له وخت څخه مخکې پای ته ورسوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي د ناامنۍ له کبله د پرمختايي پروژو کارونه ټکني شوي.
که څه هم د فراه نا امنیو په دغه ولایت کې د بخش آباد بند رغنیزې چارې له پوښتنو سره مخ کړي دي، خو د فراه په ګاونډي نیمروز کې د کمال خان بند د جوړیدو کار دوام لري.
د اوبو او بریښنا وزارت وايي، ددغه بند کارونه د مهال ویش له مخې له کومې ستونزې پرته پر مخ ځي.
اخوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په هېواد په تیره بیا په لویدېځ او سویل لودیځ کې د وچکالۍ ورځ تر بلې زیاتیدونکو ګواښونو ته په پام دغو سیمو کې د کمال خان او د اوبو د نورو بندونو اهمیت او کارونې ته اړتیا ډېرېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالواسع حیدري وايي:«ډېر شمېر پروژې وروسته پاتې کېږي او پر خپل وخت نه پلي کيږي، او لامل یې هم د پردې تر شا اختلافونه دي. هیله لرم چې د افغانستان مشران بندونه قرباني نکړي.»
د کمال خان بند د درېیمې یا وروستۍ برخې کار یو افغاني - ترکي شرکت د ۷۸ملیون ډالرو په لګښت پر مخ وړي او ټاکل شوې ده ګټې اخیستنې ته د دغه بند په سپارل کیدو سره به د نهه میګاوټه بریښنا پر تولید سربیره د څه باندې پنځوس ملیون متر مکعبه اوبو په زیرمه کیدو سره د نیمروز ۱۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوب شي.