Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوګل چین کې د بیا فعالیت لپاره پر ځانګړې تګلارې کارکوي

د ګوګل شرکت پر یوې داسې تګلارې کار کوي ترڅو چې د نړۍ په ستر هېواد کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره ګام په ګام مزل وکړي.

دغه شرکت په میاشتو پر دغې تګلارې کار کړی او اوس د هغه لپاره د مالوماتو پر راغونډولو کار کوي.

ګوګل له ۲۰۱۰ زیږدیز کال راهیسې په چین کې فعالیت نه‎لري. په چین کې ګوګل هغه وخت بند شو چې دغه شرکت د مرکزي حکومت له فشارونو وروسته خپل فعالیت هانګ کانګ ته ولېږدوه.

چیني رسنۍ رپوټ ورکوي چې تېر کال یې د انډورایډ سیسټم نوې بېلګه د «فایل ګو» په نامه چین ته لاره پیدا کړه. دا یو ستر پرمختګ نه وه خو وتوانېدل چې د ګوګل لپاره په چین کې د پښې یو ځای پیدا کړي.

ګوګل اوس له سترو شرکتونو سره لکه ټییسنټ، زیومي، بایډو او هوواوې سره کار کوي، ترڅو د هغوی خپلواکو اپ سټورونو ته لاره پیدا کړي او ترڅو له دې لارې خپله نوې بېلګه د پین خلکو ته ورسوي.

په وروستیو اوونیو کې چین ته د ګوګل د بېرته راستنېدو اوازې د خلکو په منځ کې ډېرې ښکته پورته کېدې.

شریک یي کړئ